ټولنه

ددايکندي ولايت دولسواليو مواصلاتي لاري تړلي شوي دي

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٣٠ :

دواورې  پرله پيسي اورښتونو ددايکندي ولايت له مرکز سره په ددغه و لايت پوري داړوندو ولسواليو مواصلاتي لاري تړلي دي.

 ددايکندي  والي قربانعلي  ارزګانې  ددغه خًبر دتائيدولو په ترڅ کې   دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دواورې دپرله پسي  اورښتونو  له امله دکابل _ دايکندي واټ په گډون  مواصلاتي لاري تړلي شوي دي اوخلک له ستونزو سره  لاس اوګريوان دي ،.

ددايکندي ولايت دفوايدعامې  آمر وايي  چې ددغه امريت منسوبين اوکارګران هلې ځلې کوي چې دغه لاري بيا پرانيزي خو دواوري اورښت او سړه  هوا ددغو کارګرانو دکارمخه نيسي .

ددايکندي  د والي دڅرگندونو له مخې نن سهار دسنګ تخت ولسوالۍ دبازار په ساحه کې دواورې ښوئيدنې په يوه پيښه کې څوتنه دوکانداران زيانمن شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته