کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٥ :
دهېواد د محبوب هنرمند استادګلزمان روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى. دهيواد دموسيقۍ دغه ځلانده ستورى چې له څه مودې را په دې خوا د پښې د هډوکي دکسر له امله د سردار محمدداود خان په روغتون کې بستر دى اوس يې روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى .
استاد ګلزمان چې نن يې د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل : په ده د جراحۍ عمليات په ښه توګه ترسره شوى دى او دسردارمحمدداودخان د روغتون له ډاکترانو څخه يې مننه وکړه.
ده وويل : چې اوس يې روغتيايي حالت ښه دى او ژر به له روغتون څخه رخصت شي او خپلو مينه والو ته به خپلې سندرې وړاندې کړي .
دافغانستان دموسيقۍ دغه ستوري له نيمې پيړۍ څخه يې زيات عمر د سندرو دويلو او موسيقۍ له لارې خپل هيواد او خلکو ته وقف کړى دى .
د ده زياتې سندرې د راډيو او ملي ټلويزيون په آرشيفونو کې شته اوهېواد ددغه مشهور هنرمند حماسي سندري د هر افغان په ذهن کې هيوادپالنې احساس راژوندى کوي.
5 1 دقیقه لوستل