
کابل، د وږي ۱۹مه، باختر
د غزني ولایت واغظ ولسوالۍ اړوند په زمري کلي کې د حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه) د لومړني ښوونځی د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس، د یادې ولسوالۍ د ولسوال، دیني دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون، د یولړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د غزني د پوهنې رئيس مولوي میر نصیر احمد حسینی د یاد ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ پر جوړېدو د خوښۍ ترڅنګ له خلکو وغوښتل، چې د خپلو اولادونو زده کړو ته لازیاته پاملرنه وکړي.
حسیني زیاته کړه، چې د یاد ښوونځي ودانۍ به د سیمه ییزو خلکو له لوري د ۱۰زره امریکایی ډالرو په لګښت سره، په یو نیم جرېب ځمکه کې چې شپږ درسي خونې او نور اړین ملحقاتو به ولري، جوړه شي.
د نوموړي په وینا، د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به شاوخوا۲۵۰ تنه زده کوونکي د یو مناسب او سالم ښوونیز چاپېریال څخه برخمن شي.