کابل باختر دغبرګولي اتلسمه :
دوه تنه ايتالوي سرتيري نن په فراه ولايت کې ټپيان شول .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختراژانس ته وويل، دغه سرتيري هغه وخت ټپيان شول چې په فراه ښار کې ديو ناپيژندل شوي سړي له خوا د ايتالوي ځواکونو په يو کاروان دلاسي بم بريد وشو .
دژوندى دڅرګندونوله مخې ، په دې پيښه کې دوه تنه بهرني سرتيري ټپيان شوي او يرغلګر په تيښتي بريالي شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ