کابل باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
پنځوس تنه څارنوالان نن دپوليسو له اکادمۍ څخه فارغ شول .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دپوليسو داکاډمۍ قوماندان پاسوال سيد نورالله ( ځل ) دفارغانو دمسووليتونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل له ټولو مخکې بايد ددندو په اجرا کولو کې په ايماندارۍ او صداقت سره خپل مکلفيتونه ترسره اوخلکو ته د ښو خدمتونو جوګه شي.
دغه راز په دې غونډه کې دکورنيوچارو وزارت دپوځي څارنوالانو دڅانګي څارنوال د لوى څارنوال په استازيتوب خبرې وکړې اودفارغانو دراتلونکو مسووليتونو په باب يې څرګندونې وکړې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ