امنیت

د طالبانو اته قرارګاوې په فراه کې ویجاړې شوې

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او هوايي قواوو په ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې تونلونه، اته قرارګاوې او څو سنګرونه ویجاړ شول.
د ۲۰۷ ظفرقول اردو د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په شیوانو کلي کې تېره شپه د هوايي قواوو په ملاتړ د کومانډیانو او د ملي اردو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر قرارګاوو بریدونه وکړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د عملیاتو په پایله کې د دښمن درې تونلونه، اته قرارګاوې، څو سنګرونه او جنګي وسایل ویجاړ شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته