(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)(PS)روغتیا

په غزني کې ۱۶ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د وږي ۲۸ مه، باختر

د غزني ښاروالۍ مسوولینو په یاد ولایت کې په تېرو دریو میاشتو کې  د ۱۶ ټنو بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.

مسوولین وايي چې د یاد ولایت له بېلا بېلو ادارو څخه د څارنې یوه ګډه کمېټه جوړه شوې او هره ورځ په ښار کې له دوکانونو څخه څارنه کوي او هلې ځلې کوي ترڅو تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول کړي.

د یادو مسوولینو په خبره ، هټیوال دې په ولسونو بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي نه پلوري او له خلکو یې هم وغوښتل چې د توکو د اخیستلو  په وخت کې دې د تاریخ تېرو توکو په اړه دوی ته خبر ورکړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندي هم په غزني کې بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه وړل شوي و.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا