ټولنه

په هرات کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي پېښې څیړل کیږي

کابل باخترد ليندۍ دمياشتې٥نيټه : 
د هرات ولايت د ښځو چارو د رياست مسوولينو د روان کال په بهيرکې په دغه ولايت کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي ٦٤٠ پيښې ثبتې کړې دي .
د هرات ولايت  د ښځو چارو د رياست سرپرستې کبرا دريا نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې تېرکال د دوى په اداره کې ثبتې شوې قضيې ٦٤٦ پېښې وې چې وژنې، ځان وژنې ته اړايستل او وهل او ډبول پکې شامل و.
له بله پلوه د هرات د استيناف محکمې رئيس الف عرفاني وويل چې د روان کال په بهيرکې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي ١٤٧ قضيې څيړلې شوې دي  .
ده وويل چې له دې وروسته به په دغه ولايت کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي پېښې په جدي او هر اړخيزه توګه وڅيړلې شي .
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته