خبرونهاقتصادټولنه

په غزني کې ۳۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې

 کابل، د زمري ۱۳ مه، باختر

د غزني ښار اړوند نوآباد ښارګوټي کې د برېښنا یو ټرانسفارمر چې ۴۰۰ کورنېو ته د برېښنا د وېش وړتیا لري، ګټي اخېستني ته وسپارل شو.

د غزني د برېښنا رئیس قاری صلاح الدین توکلي باختر آژانس ته وویل، چې د یادې برېښنا په ټرانسفارمر، څلورنیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې څلور میلیونه یې د نوآباد ښارګوټي د ولسونو له لوري پرې شوې ده.

توکلي وايي چې اوس مهال  ۳۰۰ کورنۍ د یاد ټرانسفارمر له برېښنا څخه برخمن شوې او یاد ټرانسفارمر کولای شي ۴۰۰ کورنېو ته برېښنا ورسوي.

په ورته مهال کې د غزني والي مولوي محمد اسحاق آخندزاده چې د دې ټرانسفارمر په ګټي اخېستني کې ګډون کړی و، په هېواد کې پر یووالي او ورور ولۍ ټینګار کوي او له خلکو یي وغوښتل چې اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د سېمي خلک د برېښنا ریاست له لوري دې ښارګوټي ته د برېښنا په رسولو خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي چې د غزني برېښنا ریاست دې د نواباد په نورو سېمو کې هم د برېښنا د وېش لړۍ پراخه کړي.

په ورته وخت کې چې  اسلامي امارت  واکمن شوی په غزني ښار کې د برېښنا د وېش لړۍ چټکه شوې او چارواکي وايي چې دې لړۍ ته به همدا شان دوام ورکوي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا