کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت خبرتيا:
د هيواد مرکز او ولايتونو د تصويري صوتي ، چاپي رسنيو ، نشراتي موسسو دخصوصي مطبعو دارالترجمو او د فلم دتوليد ، د ژورناليزم د روزنې ، خبري آژانسونو او د تبليغاتي او اعلانونو د شرکتونو دامتياز ټولو خاوندانو ته چې تر اوسه پورې يې د فعاليت جواز نه دى ترلاسه کړى اويا دهغوى د جواز د ثبت او اخستلو پړاونه نه دي بشپړ شوي خبر ورکول کيږي چې د ډله ييزو رسنيو دقانون د ٢٨ او ٣٢ مادې له مخې دي دفعاليت د رسمي جواز دثبت او اخستلو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونوچارو معينيت ته ورشي.
دغه راز ټولو چاپي ، برقي ، دارالترجمو، د فلم د توليد ،نشراتي، د ژورناليزم د روزنې ، خبرى آژانس ، تبليغاتي او د اعلانونو رسنيو ته چې پخوا يي جواز ترلاسه کړى خو تراوسه پورې يې په فعاليت پيل نه دى کړى خبر ورکول کيږي چې د ډله ييزو رسنيو د قانون د ٤٩ مادې له مخې دې بايد دفعاليت دهر راز بدلون او بندونو د څرنګوالي پتې ،اساسنامې او دقانون په دې ماده کې د نورو ليکل شويو مشخصاتو دهر راز بدلون په باب اطلاعاتو اوفرهنګ وزات ته خبر ورکړى له دې پرته د ډله ييزو رسنيو دقانون د ٤٧ مادې له مخې که چيرې چاپي رسنۍ دثبت له نيټې څخه ديوکال په موده ، بريښنايي رسنۍ او د دغه قانون په ٢٧ ماده کې نورليکل شوى موسسې د ثبت له نيټې څخه تر دووکلونو پورې خپل نشراتي فعاليتونه پيل نه کړي د هغوې امتياز سلبيږ له دې امله دغه محترمې رسنۍ او مرکزونه ددغې خبرتيا دخپريدو له نيټې څخه تريوې مياشتې پورې وخت لري دخپلو جوازونو د اخستلو او دثبت د پړاونو دبشپړولو لپاره اقدام وکړي له دې پرته دامتياز له خاوندانو سره به قانوني چلند وشي.
1 1 دقیقه لوستل