فرهنګ

دافغانۍ خوړو او فرهنګ دمعرفي کولو فيستوال په لاهور کې جوړ شو

کابل باختر دثور  دويمه

  دافغانۍ خوړو او فرهنګ  څلور ورځنې  فيستوال په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت په همکاري  دپاکستان  دلاهور ښار داواري  په  پنځه ستوري هوټل کې جوړ شو .

  باختر اژانس ته په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت دفرهنګي مسوول د خبر له مخې په دې فيستوال کې دوديز  او خواږه  افغانۍ خواړه چې دافغانۍ اشپزانو له خوا برابر شوي وو ميلمنو ته وړاندې شول او دغه راز دافغانۍ  فرهنګ په معرفي کولو کې يو شمير لاسي صنايع  اوګاڼي هم  ننداري ته وړاندې شوي او دغه راز  دافغانۍ هنرمندانو له خوا افغانې سيمه ئيزه موسيقي وړاندې شوه .

 په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت دفرهنګي اتشه  زردشت شمس د څرګندونو له مخې ددغه فيستوال دجوړولو هدف د اصيل افغانۍ فرهنګ معرفي  کول وو .

   دعلامه اقبال لاهوري  لمسى منيب  اقبال  چې ددغه فيستوال دپرانستلو  په مراسمو کې   حاضر وو  وويل   ددغه شان فيستوالونو جوړول کولاي شي دافغانانو دبډاي فرهنګ دمعرفي کولو  لپاره  يوه مثبت وسيله وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته