
کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر
د غزني سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د سوېډن کميټې په همکارۍ ۵۴ معلولین له اتو میاشتو حرفوي زده کړو وروسته فارغ شول.
په غزني کې د سوېډن کمیټې مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې نن د معلولیت لرونکو اشخاصو د نړیوالې ورځ سره سم د سوېډن کمېټې په همکارۍ ۲۴ ښځینه او ۳۰ نارینه او معلولین له حرفوي زده کړو وروسته فارغ شول.
د یادونې وړ ده چې فارغو شویو کسانو ته د هرې حرفې لازم وسایل هم ووېشل شول.
ص