روغتیا

په سرپل ولايت کې په خوار ځواکي اخته ماشومانو ته د درملنې کلينيک جوړيږي

کابل باختر د ليندي دولسمه :
په خوار ځواکي اخته ماشومانو د يوکلينک د ودانۍ د جوړولوکار نن په سرپل ولايت کې پيل شو .
دسرپل ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر نور الحق جليس باخترآژانس ته وويل: دغه کلينيک دسرپل د ولايتي روغتون په انګرکې د نړۍ د روغتيايي سازمان په مالي مرسته د اووه سوه زرو افغانيو په لګښت په يو پوړکې جوړيږي.
دسرپل دعامې روغتيا رييس زياته کړه: په دغې ودانې کې لس بسترې، يوسالون او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته