امنیت

د پنجشیر خلکو په دغه ولایت کې د امنیت له تامینولو خوښي څرګنده کړه

کابل /د سلواغې ۱۶مه /باختر
د پنجشیر امنیتي مسوولین وایي چې د پنجشیر د خلکو ژوند په عادي ډول او د صمیمیت او ورور ولۍ په فضا کې پر مخ ځي.
د باخترآژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې، هغوی وایي چې اوس په دغه ولایت کې امنیت تامین دی او له دې پلوه کومه ستونزه نشته.
د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نصرالله ملکزاده په یوې خبري غونډه کې رسنیو ته وویل چې د جمهوري نظام له ماتې او د اسلامي امارت له بریالیتوب وروسته د هېواد په کچه یو لړ بدلونونه رامنځته شول.
او د هېواد یوشمېر خلک له خپلو کورونو بېځایه او په کابل کې ځای پرځای شول چې د پنجشیرخلک هم له دغه کار څخه مستثنا نه دي.
مولوي ملکزاده زیاته کړه چې په هېواد کې د اسلامي امارت له ټینګښت او د امنیت له تامینولو وروسته د ولایتونو ټول بېځایه شوي خلک په تېره بیا د پنجشیر اوسېدونکي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.
د پنجشیر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړه چې د اسلامي امارت له بریالیتوب وروسته تر اوسه پورې د پنجشیر په مرکز او ۷ ولسوالیو کې زرګونو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي او نغدې پیسې ترلاسه کړې دي.
ملکزاده وویل چې له پنجشیر له مرکزي ادارو په ګډون په دغه ولایت د ۷ ولسوالیو ملکی او پوځي ادارې هم فعالې دي او کارکوونکي د معاش په ترلاسه کولو سره هره ورځ خپلو دندو ته حاضردي.
هغه څرګنده کړه چې د پسرلي په را رسېدو سره به په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو شاهدان هم واوسو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته