سیاست

د باميانو ولايت سرپرست او په ملي شورا کې د دغه ولايت استازو له محمد محقق سره وکتل

کابل- باختر د کب دمياشتې ٢٤
په ملي شورا کې د باميانو د خلکو استازو او د دغه ولايت سرپرست نن د اجراييه رياست له دويم مرستيال حاجي محمد محقق سره وکتل او د سارک د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د چمتو کولو د کار د بهير رپوټ يې استاد محقق ته وړاندې کړ.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کتنې برخه والو وويل چې د وزيرانو شورا د پخوانۍ پريکړې له مخې ټاکل شوې ده چې باميان د سارک يا د آسيا د جنوب د سيمه ييزو همکاريو د سازمان د لومړنى فرهنګي پايتخت په توګه چمتو شي او سيمه ييز حکومت په دې لاره کې عملي اقدامات هم ترسره کړي دي .
دوى د باميانو د معلوماتي او توريستي مرکز د جوړولو، د لارښوونکي دوه زره ټوکو کتابونو د چاپولو او د باميانو د تاريخي او لرغونو ساحو د تصاويرو د چاپولو، د باميانو د دودونو او فرهنګ په باب د لنډو مستندو فلمونو جوړول، د لرغوني معمارۍ په سبک د باميانو د بازار د تنظيمولو، د باميانو د هوايي ډګر د ترمينل د ودانۍ د کار د بشپړولو او پخولو، د ميلمنو د هرکلي لپاره د دوو معياري هوټلونو د کار د بشپړولو او د کورنيو او بهرنيو ميلمنو د استوګنې د سيمو تنظيمول يې د باميانو ولايت له مهمو اقداماتو څخه وبلل.
د کتنې برخه والو وويل چې د چمتو کولو د کا بهير د اړوندو وزارتونو له خوا په کمزورتيا سره پرمخ ځي او د اجراييه رياست له دويم مرستيال څخه يې وغوښتل چې دغه بهير ګړندي کړي.
د اجراييه رياست دويم مرستيال د باميانو ولايت استازو او سرپرست ته ډاډ ورکړ چې دغه ستونزې به د کابينې او د وزيرانو شورا په غونډو کې طرحه کړي او بهير به يې ګړندى شي.
حاجي محمد محقق وويل چې د ماليې وزارت ته يې لارښوونه کړې ده چې د باميانو د چمتو کولو لپاره تصويب شوې بودجه ډير ژر د چمتو کولو د کميسيون په واک کې ورکړي او ټينګار يې وکړ چې حکومت د باميانو د چمتوکولو لپاره له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي او تصميم نيول شوى دى چې باميان په مشخص وخت کې چمتو شي.
ټاکل شوې ده د سارک د لومړنى فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د پرانستلو مراسم د راتلوونکي کال د ثور د مياشتې په دويمه اوونۍ کې پرځاى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته