
کابل، د وږي ۱۴مه، باختر
د غزنې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو خواجه عمري او اندړو کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د ۶۷۷ زره ۴۶۲ امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۸ پروژو چارې پیل شوې دي.
د غزنې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوی محمد ادریس د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د غزني په مرکز او د دې ولایت په خواجه عمري او اندړو ولسوالۍ کې د باراني او سېلابې اوبو د مدیریت په موخه د چکډمونو جوړولو چارې پیل شوې دي.
ادریس وویل، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره ۶۱۸۵ ځایي اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.