ورزش

د باسکتبال انتخاباتي سيالۍ ترسره کيږي

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٠
ټاکل شوې ده د باسکتبال فدراسيون په نږدې راتلوونکوکې په کابل کې سراسري سيالۍ ترسره کړي.
د المپيک دملي کميټې دباسکتبال فدراسيون سکرټر جنرال غلام غوث نيکبين د باختر آژانس خبريال ته وويل:
د دغو سياليو د ترسره کولو هدف د دغې څانګې د ملي ټيم انتخاب دى.
ده زياته کړه: ددغو سياليو په پاى کې به اتلس تنه غوره ورزشکاران ملي ټيم ته انتخاب شي او ټاکل شوې ده د باسکتبال ملي ټيم د آسيا د جنوب په سياليوکې چې د نيپال په کوربه توب ددغه هيواد په پايتخت کتمندوښارکې د اتو ټيمونو ترمنځ ترسره کيږي؛ ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته