سیاست

جمهوررئیس محمد اشرف غني ځوانانو ته په خطاب کې: تاسې د افغانستان ویاړ او هغه نسل یاستئ چې میراثي بحرانونو ته به د پای ټکی کېږدئ

کابل/ د زمري ۲۷ مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني  څو ساعته مخکې د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې چې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت په نوښت جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې پر جمهوررئیس سربېره د هیوادلومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح،د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست، یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، د ناټو ملکي استازي، یو شمېر ډیپلوماټانو او کابل کې میشتو کور ډيپلوماټیک استازو او ځوانانو ګډون درلود.

په پیل کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست طاهر ذهیر په خپلو خبرو کې د هیواد جمهوررئیس او ټولو ځوانانو ته د ځوانانو بین المللي ورځې د مبارکۍ پر مهال جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، مخکې په ارګانونو په ځانګړي ډول امنیتي او اکاډمیکو ارګانونو کې تغییرات پر یوې تابو بدل شوي وو، اما تاسې په خپل ځوان محوره فکر او سیاست دغه بېلانس بدل کړ او په ټولو برخو کې مو د ځوانانو فعاله حضور ته لار پرانیسته.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زیاته کړه، موږ باید د تېر په پرتله د ځوانانو توسعه زیاته د خپل سیاست په محور کې راولو.

وروسته نګینې صافۍ او عبدالقدیر مسلم د ځوانانو په استازیتوب خبرې وکړې او د سیاسي مشارکت د ملاتړ، د ځوانانو د فعالې ونډې او ښځو د فوق العاده حضور په برخو کې یې د جمهوررئیس د هڅو مننه وکړه.

دوی د امنیت د نشتوالي، غوره تعلیمي او تحصیلي امکاناتو ته د نه لاسرسي او کارموندنې ته د پاملرنې په برخو کې د ځوانانو ستونزې او غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې او د سولې د پرمختګونو د ملاتړ ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې جمهوري نظام باید وساتل شي، اساسي قانون، د ښځو حضور او وګړنیز ارزښتونه زموږ سرې کرښې دي او موږ ځوانان باید د دې مهم ملي بحث قرباني نشو.

وروسته دوو تنو ځوانانو یارمحمد دوست او قدیر لکڼوال د نورو په استازیتوب په راتلونکو پنځو کلونو کې د ځوانانو لپاره د کارموندنې د برنامو په اړه خپلې پوښتنې او په دې هکله چې د سولې له پروسې وروسته افغانستان دوباره ۹۰ یمې لسیزې ته نه ورګرځي خپلې اندېښنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

د غونډې په بله برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینس وویل، خوشحاله یم چې د افغانستان له راتلونکو رهبرانو سره حضور لرم او زه ستاسې په سترګو کې پوهه، لېوالتیا، هیله او ژمنتیاوینم.

نوموړې د ځوانانو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ او اتحاد او سولې بهیر کې د هغوی پر رول ټینګار وکړ وې ویل، تاسې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د لوستي نفوس د زیاتې برخې استازیتوب کوئ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، د ملګرو ملتونو سازمان او بین المللي ټولنه به د افغان ولس په ځانګړي ډول ځوانانو ترڅنګ پاتې شي او موږ د سوله ییز او پرمختللي افغانستان لپاره ستاسې د موخو په ترلاسه کولو کې ستاسو مرسته کوو.

جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته د ځوانانو بین المللي ورځې د مبارکۍ پرمهال وویل، په باثباته نظامونو کې د هر نسل تجربې یو لیدلوری او فکري موقعیت او پر ځان باور ایجادوي، خو متاسفانه زموږ پنځو نسلونو له یوه بل سره مستقیمه اړیکه نه لرله او زموږ نوی نسل باید د وصل نسل اوسي.

جمهوررئیس زیاته کړه، تراوسه هم د افغان ځوانانو تجربه، مشترکه تجربه نه ده. هغه له ځوانانو وغوښتل چې د ملي یووالي، هم نسله تجربې، همفکرۍ او اوږدمهال لیدلوري په برخه کې خپل رسالت عملي کړي. تاسې له ۴۰ څخه تر ۶۰ کاري کلونه مخکې لرئ لنډمهاله نه، بلکې منځ مهاله او اوږدمهاله فکر وکړئ.

جمهوررئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل: افغانستان له بې ثباتۍ څخه ثبات، له بې وزلۍ څخه شتمنۍ، له انزوا څخه متن او له فرهنګي بې باورۍ څخه د وصل پر فرهنګي نقطه بدل کړئ او د خپلې تېرې ورځې رول نن ادا او خپل راتلونکی په روښانه توګه ووینئ.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان ځوانان یوبُعدي او محدود کېدای نشي، باید بېلابېلاو ابعادو ته فکر وکړي. باید خپل راتلونکي پنځوس کلونه مدیریت کړي، په دې پوه شي چې کومې پوهې ته اړتیا لري، له دنیا، سیمې او اسلامي نړۍ څه فکر لري او څنګه تحول مدیریت کړي.

جمهوررئیس وویل، نړۍ د تغییر په حال کې ده او اړتیا ده پوه شو چې د تحول په یوه موج او په څلورم صنعتي انقلاب کې قرار لرو، د اغېزمن کار معنی د تغییر په حال کې ده، نو د ۵۰ کلونو مخکې پلانونه په ټولنه مه تطبیقوئ.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ د ۲۱ پېړۍ د پیل څخه تر اوسه بېلابېل بحرانونه تجربه کړي دي، د ۲۱پېړۍ لومړۍ ربع د بحرانونو اوج وو او اوس د بین المللي تروریزم په پنځم موج کې قرار لرو، دغه موج باید مدیریت شي د تروریزم د پنځمې څپې د مدیریت لپاره تر ټولو زیاته قرباني افغان ولس ورکړې ده.

جمهوررئیس افغانستان سره د بین المللي مرستو په مننې وویل، نړۍ باید زموږ منندویه اوسي، ځکه زموږ ملت تروریزم سره د مبارزې په برخه کې زیاته قرباني ورکړې ده. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د جګړې او سیمه ییزو رقابتونو ډګر نشي پاتې کېدای.

جمهوررئیس غني ځوانانو ته په خطاب کې وویل، تاسې د افغانستان راتلونکي رهبران او مدیران یاستئ، زموږ ځوانان له حاشیې څخه متن ته راغلي او دا کار د نړۍ په کچه بې ساری دی.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د اسیا براعظم د نړۍ په ترټولو مهم قطب د بدلېدو په حال کې دی وویل، د افغانستان ترټولو مهمه پانګه د هغه موقعیت دی، له دې اړخه زموږ نوی نسل باید خپلې اړیکې وپېژني او هغه مدیریت کړي. هغه زیاته کړه، د هغه زعامت هیله چې له تاسې څخه لرم، هغه موخې ته د رسېدو زعامت دی.

د هیواد جمهوررئیس د سولې مشورتي لویې جرګې بریالي ترسره کېدو ته په پام وویل، د افغانستان جمعي عقل له فردي عقل څخه په مراتبو پیاوړی دی. جمهوریت په خلکو کې ریښه لري او ملي یووالي زموږ د خلکو لیدلوری دی.

جمهوررئیس غني له ځوانانو وغوښتل چې مدیریت په اساسي ډول زده کړي، ځکه مدیریت یواځې په استعداد نه دی، بلکې تجربې او ډسپلین ته هم اړتیا لري.

جمهوررئیس وویل، زه ستاسې د ځوانانو هم نسله نه یم، اما ستاسې همفکره یم. دا چې پوهه د تغییر په حال کې ده، هغه رشتې چې تاسې یې ټاکۍ، باید د افغانستان له پانګې سره اړیکه ولري. موږ باید د مشارکت طریقه د خپلې سوداګرۍ جز وګرځوو او حساب ورکول ومنو.

جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې موږ د نړۍ یو له شتمنو هیوادونو څخه یوو، خو متاسفانه د سوالګرو مفکوره لرو وویل، له ګدایئ باید راووځو او پر نړیوالې همکارۍ خپله اتکاء مدیریت کړو. پر خپل ځان د اتکا حس ولرئ او ملا مو ټینګه وتړئ.

جمهوررئیس د ځوانانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، موږ معاملې او باج ورکولو ته حاضر نه یوو، که چېرې نړۍ پر موږ معامله وکړه، هغوی ته د نه ځواب ورکوو. کله چې د خپلو خلکو اجماع لرو او دا چې د ټولنې تر ټولو ستر قشر مو تر څنګ دی، له هیڅ شي نه ډارېږو.

د هیواد جمهوررئیس وویل: دا چې سوله غواړو، زموږ نېکه اراده او نیت دی، مګر موږ ماته نه ده خوړلې. د جمهوریت د تحیکم بنسټ ایښودل شوی دی او دغه مراسم د جمهوریت د استحکام استازیتوب کوي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان ځوانان دې د ملي ارزښتونو لپاره خپل رسا غږ څرګند کړي. د سولې لار مستقیمه او هواره نه ده او په دغه بهیر کې بریالیتوب د ثبات او مسوولیت منلو په استحکام پورې اړه لري.

جمهوررئیس وویل: زه د ملت له ارادې پرته یوه ورځ هم په دې ماڼۍ کې ژوند نشم کولای، زه ماڼۍ مېشتی نه یم. موږ خیرات نه غواړو، ګډې ګټې متقابل درناوی غواړي او موږ ترې استازیتوب کوو.

جمهوررئیس محمداشرف غني ټینګار وکړ چې موږ باید د یو بل په منلو سره یوه بل ته لاسونه ورکړو او په واحد صف کې د جمهوریت ملاتړ وکړو. که اړتیا شوه سړک نه جوړوو، اما زموږ امنیتي او دفاعي قواوې وږې نه پاتې کېږي.

جمهوررئیس وویل، په هره ولسوالۍ کې دې دځوانانو شبکې فعالې او زموږ بحثونه دې په پوهنتونونو کې ترسره شي، ترڅو د ځوانانو پوښتنې او طرحې عملي بڼه پیدا کړي.

هغه د دې په بیانولو سره چې سوله زموږ ترټولو عمده لومړیتوب دی وویل، موږ باید د دې ترڅنګ اقتصاد، کرونا سره مبارزه، تحول، حکومتولي او د قانون حاکمیت هم مدیریت کړو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، زموږ او ستاسې ورکه سوله او ثبات دی. د ثبات د نشتوالي ستونزه جمهوریت حلوي، موږ باید له فردي او شخص محوره زعامت څخه ووځو او شهروند محوره او ولس محوره ثبات باید ایجاد کړو.

جمهورئیس وویل، موږ باید د طالبانو د مدغم کولو قوت ولرو او دا کار د دولت جوړولو له طرحې او د هغې له استحکام پرته ممکن نه دی. د دولت جوړولو معنی دیکتاتوري نه ده، بلکې د ولسواکۍ پیاوړتیا ده.

جمهوررئیس له ځوانانو وغوښتل چې له هیواده بهر د ځوانانو له اتحادیو سره خپلې اړیکې ایجاد کړي او هغوی ته د رقیب په سترګه ونه ګوري، که چېرې غواړئ چې څلورم صنعتي انقلاب مدیریت کړئ له هیواده بهر افغانان ستاسې لپاره ستره پانګه ده.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، تاسې د افغانستان ویاړ یاست، داسې نسل یاستئ چې میراثي بحرانونو ته به د پای ټکی کېږدئ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته