امنیت

٧٥ تنه ډار اچوونکي دهيواد په ځينو سيمو کې ووژل شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
دهيواد په ځينو سيمو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ٧٥ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دفاعيي او امنيتي ځواکونو دننګرهار ، لغمان ،غزنى ،کندز ،پکتيکا ،قندهار ،فراه ،بادغيس ،بغلان ،تخار ،جوزجان ،بدخشان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې دخلکو دسر او مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله ٧٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٣ تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې ، د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته راغلي دي .
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو يوولس تنه منسوبين دهيواد په ځينو سيمو کې دکورنيو او بهرنيو تروريستانو پرخلاف دعملياتو په بهير کې شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته