امنیت

د افغانستان په ختيځ کې د داعش د ډلې د يوه جګپوړي قوماندان وژل کيدل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
د داعش د ډلې يو جګپوړى قوماندان د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې ووژل شو.
جاهد چې ويل کيږي د پاکستان تابعيت درلود؛ تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې د داعش د ډلې ددغه قوماندان وژل کيدل تاييد کړل.
ده وويل چې جاهد د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د داعش د ډلې د ډار اچوونکو بريدونو قومانداني په غاړه لرله .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د داعش د ډلې درې تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د پوځيانو په ډزوکې وژل شوي دي.
په دغو داعشيانو تېره شپه کله چې غوښتل يې په ننګرهارکې د پوځيانو له کلابندۍ څخه پاکستان ته وتښتي؛ ډزې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته