خبرونهټولنه

په غور، هلمند او پکتیکا کې نږدې زرو بې وزله کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د سلواغې ۶مه، باختر

په غور، هلمند او پکتیکا کې له ۹۶۵ بې وزله کورنیو سره د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو له لوري مرسته وشوه.

د غور سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دغه ولایت له ۴۱۰ کورنیو سره مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته له ۱۰ ځخه تر ۱۵ کیلوګرامه ګاز ووېشل شو.

ورته وخت کې په هلمند کې د UNHCR موسسې له لوري له ۴۱۵ بې وزله کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته په کې ۷۰۰ امریکایي ډلره ورکړل شول.

همدارنګه پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري پر ۱۴۰ کورنیو خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل شول.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا