ټولنه

په بغلان کې دوهتنه مينان دنجلۍ دپلار له خوا په ډزو سره ووژل شول

کابل باختر دليندى  نولسمه :
په بغلان  کې يوه سړي خپله لور او دخپلې  لور ميړه په ډزو سره ووژل
دغه دوه تنه لومړى ددوى دکورنيو دنه رضايت له امله تيښتې ته اړ شوي و او په پاى  کې  د نجلۍ پلار  ددوى په نکاح راضي شو او دغه نکاح هم شپږ مياشتې  مخکې ترسره شو
په همدې حال کې دنجلۍ پلار له شپږو مياشتو وروسته داړيکو دعادي کولو په پلمه خپلې لور ، زوم او دزوم کورنۍ ته خپل کورته دميلمستيا  بلنه ورکوي خو دشپې له خوا دغه دواړه مينان په ډزو سره وژني .
تراوسه پورې دزوم دکورنۍ دبرخليک په باب  کوم خبر نه دى  ترلاسه شوى
دبغلان ولايت دمرکز پلخمري ښار ددويمې امنيتي حوزې آمر محمد فضل انوري هغه ځاى چې دغه پيښه  پکې رامنځته شوې ده د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دې اړوند دپوليسو پلټنې  او ګرويګنې  پيل شوي دي
ده وويل چې ددغو دوو مينانو له تيښتې وروسته دخرماګلۍ کورنۍ دهغوى په نګاح رضايت ښودلى و خو دشپږو مياشتو له تيريدو  وروسته دنجلۍ پلار په يوه بيړنۍ اقدام کې ددغو دواړو په وژنې لاس پورې کړ
په همدې حال کې دبغلان ولايت دمرکزي بغلان   ولسوال ګوهر خان بابري  وايي چې تراوسه پورې دخرماګلۍ دميړه دبرخليک په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته