امنیت

اووه تنه پاڅون کوونکي شهيدان شول .

کابل باختر دوږې  اوومه :
ددوو تنو قوماندانانو په ګډون اووه تنه پاڅون کوونکي تيره شپه په غزني ولايت کې شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شول .
دغزني ولايت وياند شفيق ننګ صافي  دباختراژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو  داندړو ولسوالۍ په منار کلي کې دپاڅون کوونکو په پوستو بريدونه وکړل  چې له امله يې  دهغوى قوماندان عبدالله له شپږو تنو همکارانوسره يې شهيد او اووه تنه نور ټپيان شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل دغو کسانو داندړو ولسوالۍ دامنيت په تامينولو کې مهم رول درلود .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته