کابل باختردوري درې ويشتمه :
دملي دفاع وزير عبدالله حبيبي نن د ٢٠٧ ظفر قول اردو دقطعاتو او جزوتامونو دکتنې په مقصد هرات ولايت ته سفروکړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې سفر کې دملي دفاع وزارت دستراتيژيکي اړيکواو دعامه چارو رييس تورنجنرال دولت وزيري دستر درستيز دکشف او استخباراتو درياست سرپرست بريد جنرال دين محمد او دستر درستيز داوپراسيون رياست مرستيال بريد جنرال نجيب الله عليزى دملي دفاع له وزير سره ملګري دي .
دملي دفاع دوزيردسفر هدف دهېواد په لويديځ زون کې دملي اردو دځواکونو د قطعاتوکتنه اودمحاربوي احضاراتوڅيړنه ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ