سیاست

د غزني ولایت د څوارلسو اداري واحدونو استازو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمد خان سره وکتل

کابل باختر د ليندۍد مياشتې ١٤:
د غزني ولایت د څوارلسو ولسوالیو سپین ږیرو، قومي مشرانو، ځوانانو او
مدني فعالانو د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبرورکړ.
د غزني ولایت د راغلو مشرانو په استازیتوب دیني عالم او قومی مشر مولوي
محمد حضرت خبرې وکړې او وې ویل: د تیرو کلونو په پرتله سږ کال په غزني
ولایت کې د ښوونې، روغتیا، رغونې، اقتصادي پرمختیا او امنیت په برخه کې د
پام وړ کارونه تر سره شوي خو بیا هم لکه څنګه چې لازمه ده د مرکزي حکومت
لخوا لازمه همکاري نه ده شوې.
ده زیاته کړه د ولایت مپخوانيو مسؤلینود خپلو شخصي ګټو لپاره کارکړی او
غزني ته یې هیڅ داسې کار نه دی کړي چې د مثال په توګه یې یادونه وشي.
همدا راز د غزني ولایت یو بل قومي مشر حاجي عبدالصمد وویل: په دې وروستیو
کې د غزني د نوي والي او امنیه قومندان په راتګ سره د امنیت او ښې حکومت
ولۍ په برخه کې د ګڼ شمیر لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل: د مافیايي
کړیو، بډې اخیستنې، غلا، انسان تښتونو اود نامسؤوله وسله والو په بشپړه تو ګه
مخه نیول شوې ده.
د غزني یو بل قومي مشر قومندان شریف الله هم د دواړو قومي مشرانو د خبرو
په تائید خبرې وکړي او وې ویل د غزني والي او امنیه قومندان د غزني لپاره
یواځیني کسان دي چې د غزني د اکثریت ولس د تائید وړ دی او د دوی ملاتړ
کوي.
قومندان شریف الله له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د غزني دامنیه قومندان
ملاتړ وکړي تر څو د مخالفینو په لمنځه وړلو او د لوټمارو کسانودفعاليتونوپه مخنيوي کې کوټلي کامونه واخلي.
همدا رنګه د مدني فعالانو په استازیتوب ډاکټر عمر عیان او خلیل هوتک په
جلا جلا خبرو کې د غزني د والي او امنیه قومندان له رهبرۍ او
خدمتونو څخه ملاتړ وکړ او د دوی کړنې یې وستایلې.
داکټر عمر عیان د امنیه قومندان امین الله امرخیل لاسته راوړنې یادې کړې
او وې ویل: د غزني ولایت د سقوط په حالت کې وه خو د ده په راتګ سره دغه
ولایت له دې ګواښ څخه را ووت، همدا رنګه د غیر مسؤلو کسانو، غلو، د مخدره
توکو د قاچاق، انسان تښتونو، په غیر قانوني توګه د کمیشن اخیستلو او د وسلو پېر
او پلور مخه ونیول شوه.
همدا ډول خلیل هوتک په دولتي ادارو کې اصلاحات او نظارت، د حرم سرای، د
ولایت د ودانۍ، سردار تپه، بالا حصار بیا رغونه او د صنعتي پارک پرانستل
یې د والي عبدالکريم متين د لاسته راوړنو له جملې څخه وبللې.
په پای کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمد خان د غزني ولایت د
ټولو اداري واحدونو له استازو څخه مننه وکړه چې د خپلو ستونزو د حل په
موخه سره یو شوي دي.
ده زیاته کړه: د هر مسؤل ناخوالې او خدمت یې باید په جرات بیان شي د
ښو يې ستاینه او په بدو یې نیوکه وشي او دغه جرات هغه وخت پیدا کیدای شي
چې تاسو په خپلو کې سره متحد و اوسۍ او د الله د رضا او خپل ولس ته
مو د خدمت ملا تړلې وي.
لومړي مرستیال وویل: مرکزي حکومت ستاسو تر څنګ ولاړدی، دنده او هیله یې ده چې
خپل هیواد او ولس ته خدمت وکړي او دا خدمت به ستاسو په همکارۍ کوي.
ده د غزني ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د هر هغه چا ملاتړ کوو څوک چې
خپل اولس او هیواد ته خدمت کوي او د هغه چا مخه به نیسي چې د غزني د
مظلوم اوبېوزلي ولس حق خوري او د ملي ګټو مخه ډب کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته