فرهنګ

په پکتيا کې د نښتر مشاعره ونمانځل شوه

ګرديز باخترد چنګاښ د میاشتې ۳۱ مه
په پکتيا ولايت کې د نښتر دوديزې مشاعرې دولسمه کليزه په داسې حال کې ونماځل شوه چې د دغه ولايت د چارواکو او شاعرانو سربېره د هېواد د يو شمېر ولايتونو شاعرانو،ليکوالانو،فرهنګيانو او د ادب او شعر په سلګونه مينوالو په کې برخه درلوده.
د دغې مشاعرې زياته برخه د سولې ، مينې، ورورولۍ او حماسي شعرونو ته ځانګړې شوې وه.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د مشاعرې په پيل کې د پکتيا والي  شميم خان کټوازي د هيواد له بېلابېلو ولاياتو څخه راغلو ليکوالانو او شاعرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی څخه هيله وکړه چې  د شعر او ادب له لارې د هيواد سولييزه فضا رنګينه او د شعر په ژبه ټولنې ته د سولې پيغام ورسوي.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رېيس محمد شفاء مشفق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست وزير محمد رسول باوري پيغام ګډنوالو ته د اورولو تر څنګ ورته مشاعرې د هېواد د اوسيدونکو ترمنځ د ښې همغږۍ لپاره ګټورې وبللې.
له مشاعرې ورسته د غزل شپه د شپې په رنګينه فضا کې د شاعرانو له لورې په غزلو ويلو سره رڼا شوه.
د يادونې وړ ده چې د نښتر کلنۍ مشاعره هر کال د ليکوالانو،شاعرانو او فرهنګيانو له خوا په ګرمو ولولو سره نمانځل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته