نړۍ

دامريکا په توپان کې په لسګونو تنه ووژل شول .

واشنګتن باختر د ثور يو ديرشمه :
دامريکا په اوکلا هاما ايالت کې دتوپان او بړبړکيوله امله څه ناڅه يو پنځوس تنه  ووژل شول .
ددغه ښار طبي مامورين وايي چې ښايي دوژل شويو کسانو شمير له دې څخه زيات وي .
ددغو بړبړکيو له امله درامنځته شويو ويجاړتياو په نتيجه کې داويا تنو ماشومانو په ګډون يو سلو څلويښت  تنه ټپيان شوي دي او دځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
سيمه ئيز مقامات  وايي چې تيره شپه دژغورنې عملياتو دوام درلود .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي  چې دغه توپان او بړبړکيو نږدې پنځه څلويښت  دقيقي دوام درلود او چټکتيا يې په يو ساعت کې درې سوه يو ويشتو کيلومترو ته رسيده .
دغو بړبړکيو چې نږدې يو نيم کيلومترقطر درلود زيات کورونه يې له خاوره سره خاورې کړل  او دزياتې اورلګيدنې سبب شوى دى او په دې سيمه کې دبريښنا بهير هم ځنډول شوى دى .
سيمه ئيزو مقاماتو په دغه ايالت کې بيړنۍ حالت اعلام  کړى دى او دسملاسي طبي مرستوغوښتنه يې کړې ده .
دامريکاجمهور رييس بارک اوباماويلي دي چې توپان ځپلې سيمې ته فدرالي مرسته کيږي .
دغو بړبړکيو دايوااوکانزاس ايالتونوته هم زيان اړولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته