سیاست

تبصره

کابل باختر دليندي دوه ويشتمه :
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پرون د يوڅلور ورځني رسمي سفر لپاره هندوستان ته لاړ.
افغاني او هندي مقامات به په ډيلي کې د خپلو کتنو په بهيرکې د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو اوهمکاريو د پياوړتيا او پراختيا په باب چې ښه او باوري تاريخ لري؛ خبرې وکړي .
دباخترآژانس مبصر ليکي:
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پرون د يو رسمي سفر لپاره هندوستان ته لاړ .
په روان ميلادي کال کې دا هندوستان ته د حامدکرزي دويم اوپه مجموع کې څوارلسم سفر دى .
هنداو افغانستان زيات فرصتونه او علايق لري چې هلې ځلې کوي له هغو څخه د دواړو هيوادونو د خلکو او د سيمه ئيزې همکارۍ، ثبات او پيوستون په ګټه  استفاده وکړي .
دغه دواړه هيوادونه يوبل ته د دوديزو دوستانو په توګه ګوري.
  د دواړو هيوادونوترمنځ تاريخي، فرهنګي، تجارتي او اقتصادي اړيکې پخواني زمانې پورې اړه پيداکوي، خو په افغانستان کې د طالبانو د رژيم په راپرځيدو او دلنډ مهالې ادارې په جوړيدو سره د کابل او ډيلي ترمنځ د مناسباتو او اړيکو د لازيات ټينګښت او پراختيا لپاره زيات فرصتونه برابر شول .
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دلنډ مهالې ادارې په جوړيدوسره افغانستان او هندبياهم د دوديزو دوستانو په توګه يوبل ته مخه وکړه او هندپه پياوړى انساني ظرفيت، بشري مابعو او په پياوړي اقتصاد سره د افغانستان مرستې ته را ودانګل او د هغو پنځو هيوادونو په جمله کې يې ځاى ونيوه چې په افغانستان کې طالبانو د واکمنۍ له پاى ته رسيدو وروسته يې له افغانستان سره ډيرې زياتې اقتصادي مرستې وکړي.
د نيمروز _دلارام دلوى لارې جوړول، دسلما بند دجوړولو دکار بيا پيل او د پراختيا،دافغانستان دپارلمان د تاسيساتو جوړول،له منځني آسياڅخه افغانستان ته دبريښنا دليږدونې په پروژه کې ونډه اخستنه، له افغانستان سره دهندهغه سترې او دلمس وړ مرستې دي چې په تيرو دولسو کلونوکې دڅه دپاسه دوو ملياردو ډالرو په ارزښت ترسره شوې.
سربېره پردې هند افغانستان ته د ماهرانو په را استولو، افغان محصلانوته د بورسونو په زياتولو، دهند په پوځي اکادميوکې دافغان پوځيانو روزنه او د افغانستان د دولت دسياسي دريځ په ملاتړ سره يې له دغه هيواد سره زياتې مرستې وکړې.
دغه راز د افغانستان په کانونوکې له پانګونې سره د دغه هيواد ليوالتيا کولاى شي هند دهغو هيوادونو په جمله کې حساب کړي چې په افغانستان کې ډيرې زياتې پانګونې لري.
هندپه ٢٠٠٥ميلادي کال کې دتجارتي همکاريو د سند په لاسليک کولوسره د افغانستان يوشمير صادراتي اقلام له ګمرکي مالياتو څخه معاف کړل او سربېره پردې افغانستان او هندپه ٢٠١١ ميلادي کال کې د امنيتي همکاريو د سند په لاسليک کولو سره خپلې اړيکې لاپسې پياوړي کړې؛ دواړه هيوادونه سيمه ئيز اقتصادي وده د اوسنيو ستونزو دحل کيلى بولي .
دواړو هيوادونو له تروريزم څخه زيات زيان ليدلى دى او د سيمې او نړۍ په کچه  د تروريزم د ټغر د راټولولو په نسبت ګډ نظر او دريځ لري او د يوبل د دريځونو ملاتړکوي .
دواړه هيوادونه په سيمه او افغانستان کې له اوسنيو اقتصادي او تجارتي فرصتونو څخه د اغيزمنې او معقولې استفادې په فکرکې دي .
د افغانستان خلک هند ته دحامدکرزي د سفر وروستى پروګرام ښه فال بولي اوپه دې باور دي چې پاکستان، ايران او اوس هند ته دحامدکرزي وروستي سيمه ئيز سفرونه دسيمه ئيزوهمکاريو او اړيکو د پراختيا لپاره دافغانستان د مشرتابه دلوري ارادې او نيت څرګندوى دى.
له بلې خوا د ډيلي اوکابل ترمنځ او سنۍ اړيکې د هغو نړيوالو اړيکو الګو ده چې په هغوکې د دواړو هيوادونو د خلکو نږديوالى اوسوکالى او له موجودو فرصتونو څخه استفاده په پام کې ده چې هيڅکله د دريم هيواد دريځ او حقوق تر  پوښتنې لاندې نه نيسي او بايد د سيمه ئيزې سيالۍ په مفهوم تعبير او تفسير نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته