ټولنه

دکار ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو وزارت خبرتيا :

کابل باختر د وږي  ديرشمه :
دکار ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو وزارت خبرتيا :
په اوونۍ کې  دپنځه ورځو کار او په اوونۍ کې د دوو ورځو رخصتي په پام کې نيولو سره په کابل ښار کې دکار درژيم  پيل اوپاى .
دکال په دويمو شپږو مياشتو کې .
دتلي دمياشتې له پيل او دکب  دمياشتې تر پاى پورې :  دکار پيل دسهار په اتو بجو او دکار پاى له غرمې وروسته په څلورو بجو دماسپښين دلمانځه داداکولو او دډوډۍ  دخوړلو په مقصد  له  ١٢ بجو څخه تر يوې بجې  پورې ديو ساعت وقفې له په پام کې نيولو سره په اوونۍ کې د ٣٥ ساعته کار له مخې .
دهيواد په بانکونو او ولايتونوکې دکار دپيل  او پاى رژيم  په اوونۍ کې د شپږو ساعتونوکار له مخې ،
دکال په دويمو شپږومياشتو کې .
دتلي  دمياشتې  له لومړى نيټې څخه دکب تر ديرشمې نيټې پورې : دکار پيل دسهار په اته نيمو بجو او پاى له  غرمې وروسته په درې نيمو بجو له ١٢ څخه تر  يوې بجې پورې دلمانځه داداکولو او ډوډۍ دخوړلو  په مقصد ديوساعته وقفې له په پام کې نيولوسره .
دپنجشنبې په ورځو کې دکارپيل دسهار په اته نيمو بجو او پاى له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه  په اوونۍ کې د ٣٥ساعتونوکار له مخې .
  په توليدي ، خدماتي، په دايمي ډول  فعالې برخې دکاري شفت تنظيمول ، نشراتي ، روغتيايي  ، پوهنې او دلوړو زده کړو په موسسو  کې دکار وختونه دکار د اړوندو خصوصيتونو لايحو او مقررو او داقليمي شرايطو په پام کې نيولو سره دکال په دويمو شپږو مياشتوکې  په اوونۍ کې د ٣٤ساعتونوکار له مخې دخپل کار رژيم تنظيم  او برابر کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته