کويټه ډي ډان باخترداسد١٧
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو نن د کويټې ښار دالموي په نا حيه کې دپوليسو ديوافسر دسپرلۍ په نقليه واسطې ډزې و کړې چې له ا مله يې دغه افسر ووژل شو او شپږ تنه نورټپيان شول .
د باخترآژانس دخبر له مخي : دغه افسر محب الله نوميده او له خپلو څلورو زامنو او دوو نورو پوليسانو سره دپوليسو په يوه نقليه واسطه کې روان و چې د وسله والو موټر سايکل سپرو له خوا ورباندې ډزې وشوې .
په دغه بريدکې ددغه افسر ټول ملګري ټپيان شوي دي اودکويټې پوځي روغتون ته ليږدول شوى دى چې د يو بل پوليس روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ