ټولنه

په فراه کې يو سړى له پنځو کيلوګرامو هيروئينو سره ونيول شو

فراه  باختر دغويي دمياشتې  ٢٣ :
په فراه ولايت کې پرون يو سړى د پنځو کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاقو په تور د پوليسو له خوا ونيول شو.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال باهر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کورجي د کلي يو اوسيدونکى چې پنځه کيلوګرامه هيروئين ډوله نشه يي توکي يې په خپل کورکې پلورل، د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د پوليسو له خوا له دغو توکوسره ونيول شو.
قضيه د پوليسو تر زياتې څيړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته