امنیت

دوه تنه تروريستان ونيول شول

کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
دوه تنه تروريستان د سرپل ولايت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د پوليسو له  خوا ونيول شول.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال نورحبيب ګلبهاري دباخترآژانس خبريال ته وويل: د حميدالله او نصرالدين په نومونو دغه تروريستان په قاضي عبيد مشهور د قاضي عبدالحي په تروريستي ډلې پورې اړه لري .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه کسان د کوهستاناتو ولسوالۍ د خم ده کلي ته ننوتي وو چې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندانانو محمدياسين او محمدنسيم په کورونو بريدونه وکړي او هغوى ووژني چې د سيمې د خلکو په همکارۍ له دوو کلاشينکوفونوسره وپيژندل شول او ونيول شول.
ښاغلى ګلبهاري وايي چې په تيرو وختونوکې د سرپل _  کوهستاناتو په سړک کې امنيتي ستونزو شتون درلودچې په وګړني پاڅون او د سيمه ييزو پوليسو له ليکو سره د لغمان د کلي د شلو تنو اوسيدونکو په پيوستون سره اوس دغه ستونزه لرې شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته