اقتصاد

په ډنډ ولسوالۍ کې درې پرمختيايي پروژې پيل شوې

قندهار باختر د کب د مياشتې ٢ مه
د قندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د ۶۰ ميليونو افغانيو په لګښت درې پرمختيايي پروژې پيل شوې.
چارواکي وايي: په دغو پروژو کې سرکونه،استنادي ديوالونه او د لسو ښوونځيو د ترميم چارې شاملې دي.
د قندهار ولايت د والي مرستيال عبدالحنان منيب د باختر اژآنس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،دغه پروژې د دغه ولايت د پوهنې رياست په همکارۍ او د امريکايي ځواکونو په مالي لګښت سره رغول کېږي.
هغه وويل چې، ولایتي اداره په ولسواليو کي د متوازن انکشاف رامنځته کولو ته ژمنه ده او هڅه کوي، ترڅو په ټولو ولسواليو کي پرمختيايي پروژې عملي کړي.
د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې هم د کليو د بیا رغونې او پراختيا وزارت له لوري د ۲۱ ميليونو افغانيو په لګښت د استنادي ديوال يوه بله پروژه هم پرانیستل شوې وه چې اوسمهال يې د بيارغونې چارې روانې دي.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته