امنیت

په غورکې يوې ځوانې ميرمنې ځان وواژه

فيروزکوه باختردزمري دمياشتې٧نيټه: 
يوې ځوانې ميرمنې پرون په غور ولايت کې ځان وواژه .
دغور د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ميرمن د دغه ولايت د چارسدې ولسوالۍ د غال عوض په کلي کې د زهري موادو په خوړلو سره ځان وواژه .
ده د دغې ميرمنې د ځان وژنې علت کورنى تاوتريخوالى وباله او ويې ويل چې د غال عوض سيمه د وسله والوطالبانو ترکنترول لاندې ده.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته