سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

کابل باختر د  مرغومي پنځلسمه
د افغانستان دښمنانو تيره شپه د کابل ښارد مکروریانونوپه بنایي سیمه کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره یو  ځل بیا یو شمېر ملکي وګړي او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان او ټپیان کړل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند دفترله لارې باخترآژانس ته رارسيدلې ده ويل شوې دي.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په وروستیو کلونو کې په مېړانې او زړورتیا سره د خلکو او وطن د دفاع په برخه کې هلې ځلې کړي او خپلې ځلانده کارنامې یې په تاریخ کې ثبت کړې دي.
د افغانستان حکومت او خلکو تل د دې سرښندنو درناوی کړی او د هېواد د دفاع له لارې د شهیدانو نوم او یاد ته درناوی لري.
جنایتکاران بایدپه دې پوه شي چې له خپلو دغو اسلامي او انساني ضد عملونو سره به د هېواد په هیڅ ګوټ کې خوندي پاتې نشي او د هېواد د زړورو او مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به له ځپونکي او سخت ځواب سره مخامخ شي.
جمهور رئیس غني د دغه وحشیانه برید د سخت غندلو پرمهال د هېواد امنیتي ارګانونو ته د دغې تروریستي پېښې د څرنګوالي د ارزونې په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د ښې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته