امنیت

په هغې اعلامیه کې چې د ملا محمدعمر مجاهد په نوم د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو لخوا نشر شوې، راغلي چې ” افغانستان همدا اوس له ډېر حساس پړاو څخه تېریږي.” اعلامیه وایي چې د هیواد دښمن نوې دسیسې او پلانونه په کار اچوي.

کابل_باختر دزمري د مياشتې ١٦ مه:
په هغې اعلامیه کې چې د ملا محمدعمر مجاهد په نوم د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو لخوا نشر شوې، راغلي چې " افغانستان همدا اوس له ډېر حساس پړاو څخه تېریږي." اعلامیه وایي چې د هیواد دښمن نوې دسیسې او پلانونه په کار اچوي.
اعلامیه وروسته دغو دسیسو او پلانونو ته د اشارې په ترڅ کې د هیواد د تجزیې یادونه کوي او د ملا محمدعمر لخوا وایي چې ګواکي طالبان به هېچاته اجازه ورنکړي چې د هیواد د تجزیې شوم پلان کامیاب کړي او هیواد د سمتونو او قومونو په نوم وویشي.
داسې ښکاري چې د طالبانو دغه اعلامیه د افغانستان د جمهور رئیس هغو خبرو ته اشاره کوي چې دی یې له څو میاشتو راهیسې ملت ته د یوې لویې اندېښنې په توګه بیانوي.
حامد کرزي له څو میاشتو راهیسې، په تېره د قطر دفتر له پرانیستل کېدو وروسته په وار وار ویلي چې داسې یوه بهرنۍ دسیسه موجوده ده چې هڅه کیږي سولې ته د افغانانو د تلوسې څخه په سوء استفادې سره د سولې پروسه په افغانستان کې د ملوک الطوایفۍ او په مختلفو نومونو زموږ د ګران هیواد د ویشلو وسیله وګرځي.
د افغانستان اسلامي امارت په نامه د قطر د دفتر پرانیستل کېدل د افغانستان د جمهور رئیس د خبرو ښه مصداق و او په همدې دلیل ټول ملت د جمهور رئیس تر شا ودرېد او له خپل وحدت او د خاورې له تمامیت څخه یې دفاع وکړه.
دا چې طالبان په دغې دسیسې کې دخیل عنصر ګڼل کیږي او دغه کار عامه ذهنیتونه د دوی پر ضد راپارولي، نو له همدې امله د طالبانو مشر ملا محمدعمر پخپله اعلامیه کې هڅه کړې چې د افغانستان د وېشلو او ضعیف کولو تور داغ له ځانه لېرې کړي او ځانته د برأت تر لاسه کولو لپاره د هیواد له لوېشت لوېشت نه د دفاع ادعا وکړي.
که د طالبانو دغه ادعا سمه وي، نو لازمه ده چې هغه وسله چې د هیواد د ورانولو لپاره کارول کیږي، له خپلو اوږو ښکته کړي، پردي وطنونه پرېږدي، د هیواد د ننه د سولې خبرې پیل کړي او د خپل وطن آبادولو ته مټې راونغاړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته