امنیت

دنيمروز د جيل د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

کابل باختردمرغومې دمياشتې ١٢ :
دنميروز ولايت دجيل دنوې ودانۍ د جوړولو کار پرون  پيل شو.
د نيمروز والي باخترآژانس ته وويل :  د جيل دنوي ودانۍ په جوړيدو سره به  دبنديانو د ساتنې ستونزې  چې په يوه محدود ځاى  شپې سباکوي  لرې شي .
يوه اړونده خبرځاى زياته کړه  ؛ د نيمروزولايت دجيل ودانۍ   د ديرش زره متره مربع ځمکې  په ساحه کې په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول  جوړيږي.
ده زياته کړه ؛  دغه ودانۍ به  دکورنيو چارو وزارت  له بودجې څخه دڅه دپاسه ٩٦مليونو افغانيو په لګښت  په دوو کلونو کې بشپړه  شي .
دنيمروزولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام جيلاني ابوبکر وايي ؛  په دې پروژه  کې د انګړديوالونه ،  څلور دوه پوړيز برجونه ،. دسرتيرو لپاره يو بلاک ،. اداري برخه ، روغتيايي کلينيک ، دښځو لپاره پخلنځى ،  توقيف خونه  او داوبو رسولو او کاناليزاسيون په پام کې  نيول شوي دي.
دنيمروز دجيل يو تن مسوول وويل ؛  اوسنى جيل دطالبانو د حکومت په وخت کې دپنځوسو تنو دساتنې لپاره جوړ شوى و ، او اوس  څه دپاسه پنځه سوه تنه په دې جيل  کې شپې سباکوي.
خبرځاى  زياته کړه ؛  د بنديانو په  خونو سربيره  دپايوازانو لپاره هم په دې ودانۍ کې يو مناسب ځاى په پام کې نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته