کابل/ باختر/ دوري د مياشتې ۲۰مه
لس تنه ډار اچوونکي پرون په کندز ولايت کې ووژل شول.
د پامير د شلمې فرقې وياند غلام حضرت کريمي باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د هېواد د هوايي ځواکونو د ( اې ٢٩) الوتکې په بريدکې چې د دغه ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په کنجک کلي کې د ډار اچوونکو پر اډې ترسره شو؛ ووژل شول.
کريمي زياته کړه چې په دغه هوايي بريد کې اته تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل، دوه پټنځي او د سوق ادارې يو مرکز له منځه وړل شوي دي.
ختم- ف _ ج _ اکرم