امنیت

په کابل کې دوه مقناطیسي ماینونه وچاودېدل

۸- کابل / د سلواغې ۱۱ مه / باختر
څو شېبې وړاندې په يو مقناطیسي ماين چې په پوځي موټر کې ځای پرځای شوی و، د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې وچاودېد چې تلفات یې نه لرل.
د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وویل: دغه پېښه د پنځمې حوزې کمپنۍ پله ته څېرمه وشوه چې پکې یو پوځي موټر ويجاړ شو.
فرامرز په دوام وويل: نن سهار په يو کرولا موټر کې د يو بل ځاى پرځاى کړاى شوي ماين په چاودنه کې چې د لسمې ناحيې اړوند سلیم کاروان ښارګوټي ته څېرمه وشوه، څلور تنه ټپیان شول او موټر ويجاړ شو.
د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هم د مقناطیسي ماینونو په چاودنو کې څلور تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته