امنیت

په هرات کې په نويو بريدونو کې د دريو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه  :
درې تنه وسله وال طالبان  په هرات ولايت کې  له پوځيانوسره  په نښته کې ووژل شول  او درې تنه نور ټپيان شول.
په دغو طالبانو پرون ناوخته  په اوبې ولسوالۍکې  د پوځيانون له خوا ډزې وشوې.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد  وويل چې په دغو  نښتو کې درې تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او درې تنه نورټپيان شول.
په  دغو نښتو کې د طالبانو څو موټرسايکلونه هم  د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
پاى عطاالله  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته