کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٥:
دميدان وردګو ولايت امنيتي ځواکونو دطالبانو دلسګونو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو دکشفولو خبر ورکړ .
دغه چاوديدونکي توکي پرون ناوخته په نرخ ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو
له يو پټنځاى څخه ترلاسه شوي دي.
دميدان وردګو ولايت يو امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل : ا منيتي ځواکونو له دغې ډيپو څخه ٦٥ کيلوګرامه چاوديدونکي توکې او يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .
ويل کيږي ددغې ډيپو دساتلو په اړوند دوه تنه نيول شوي دي .
دميدان وردګو ولايت سيمه ييز مسوولين وايي وسله والو طالبانو له دغو چاوديدونکو توکو څخه دبمونو ، ماينونو او ځانمرګو واسکټونو په جوړلو کې استفاده کوله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ