امنیت

شپاړلس کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شول .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
  دپلخمري ښار  د ډنډ غوري  دساحې  شپاړلس کلي  دوسله والو طالبانو  له شتون څخه پاک شول .
دغه کلي  دډنډ غوري په ساحه کې دبريښنا _  ١٧په نامه  دګډوچاڼيزو عملياتو په بهير کې پاک شوى دى .
  دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ  وياند جاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات  پرون مازيګر  دتروريستي ډلو  دتحرکاتو دبندولو او دامنيتي چارو د تامينولو په مقصد  په دې ساحه کې پيل شوى و ، نن سهار پاى ته ورسيدل .
يوه اړونده خبرځاى وويل دوسله والو طالبانو له شتون څخه  دډنډ غوري شپاړلس کليو په پاکولو سربيره  څو تنه مشکوک کسان  له څو پوځي يونيفورمونو او دوسايطو ضد  له يو ماين سره  نيول شوي دي .
دغه راز  دوه  نوې  امنيتي پوستې  ددغې سيمې  په دوو ساحوکې  جوړې شوې دي .   ويل کيږي چې  ډنډ غوري  له  زاړه بغلان وروسته دبغلان ولايت ډيره ناامنه  سيمه بلل کيږي   چې تروريستي ډلې  په دې سيمه کې  په سازمان موندلو بريدونو لاس پورې کوي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته