فرهنګ

پوهنمل فراهي د نوروزجشن د جوړولو سيمه وکتله

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين او د نوروزجشن د جوړولو د کميسيون د فرهنګي  کميټې رييس پوهنمل نبي فراهي نن  د دغې کميټې له يوشمير غړو سره  ددغه جشن د جوړولو سيمه وکتله.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د ١٣٩٣کال د نوروزجشن د نوروز د حوزې د هيوادونو د مشرانو  او استازو په ګډون په پغمان کې جوړيږي.
پوهنمل فراهي د جشن د جوړولو  د سيمې دکتنې په وخت کې وويل: د راتلوونکي کال د نوروز جشن د يوولسو هيوادونو  د مشرانو او استازو په ګډون په افغانستان کې جوړيږي.
ددغو هيوادونو د سو داګرو او هنرمندانو په ګډون له پنځوسو څخه تر اويا تنو پورې  ميلمانه افغانستان ته راځي اوپه دغه پرتمين جشن کې ګډون کوي .
دفراهي دڅرگندونوله مخې:  فرهنګي کميټه دموسيقۍ، ورزش ، د شب شعر، د لاسي صنايعو او زراعتي نندارتونونو  په ګډون  بېلابېل هنري پروګرامونه دکميټې دغړو مرکزونو په همکارۍ ترلاسه لاندې نيولي دي .
ده دغه راز زياته کړه: د اطلاعاتو اوفرهنګ، پوهنې او دلوړو ز ده کړو وزارتونه په دې لاره کې درې علمي او څيړنيز سيمينارونه جوړوي اوپه دې مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ د وزارت له خوا څو عنوانه کتابونه چاپيږي.
د نوروزجشن دجوړولو د پروژې مسوول محمد امين قانع د تياريو  او د ترسره شويوچارو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: د دغه جشن د جوړولو د سيمې په توګه د پغمان دغونډى د چمتوکولوکار په روان کال کې پيل شوى دى او د اوبو رسولو د سيستم دبشپړيدو ترڅنګ د ماڼۍ د شاواخوا ساحو د سمسورولو او ښکلي کولو کار تر راتلوونکو دوو اوونيو پورې بشپړيږي او دماڼۍ په داخل کې د بيارغاونې کار به تر راتلوونکو څلورو مياشتو پورې بشپړشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته