امنیت

دطالبانو دډلې دوه تنه قوماندان ونيول شول

کابل باختردوري دمياشتې ١٩ :

 په هلمند ولايت کې نن په گډو عملياتو کې  دطالبانو دډلې دوه تنه قوماندانان ونيول شول.

دهلمنددوالي ويندوى داوود احمدي باختراژانس ته وويل دغه عمليات پرون  دافغان  اوبهرنيو ګډو ځواکونوله خوا  دهلمند ولايت دواشير ولسوالۍ دبرذوليخا دکلي په سيمه کې دوسله والو تروريستانو دنيولو په مقصد ترسره شول  چې له امله يي  دملاسيداغا او عبدالعلي په نومونو دوه تنه وسله وال قوماندانان ونيول شول .

يوه اړونده خبرځاى وويل دغو قوماندانانو په زياترو بريدونو اودامنيتي ځواکونوپه وړاندې په ماين ايښودلوکې لاس درلود

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته