امنیت

د هلمند د مارجې امنيه قوماندان له طالبانو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٩
دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ په امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو له خوا بريد وشو او له دغو جګړه مارانو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شو.
يو سيمه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل: په دې جګړه کې د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو او يو ساتوونکى يې ټپي شو .
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي: وسله وال طالبان چې په موټر سايکل سپاره وو؛ د مارجې د امنيه قوماندان د سپرلۍ په کاروان له بريد وروسته وتښتيدل.
ده وويل چې امنيتي ځواکونه د يرغلګروطالبانو دپيژندلو او نيولو په خاطر هڅې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته