کابل باختر د کب شپاړسمه
دسمنګانو ولايت په فيروز نخچر ولسوالۍ کې ديوبند او دکانال دبياجوړولوکار نن پيل شو .
ددغه سربند دجوړولوکار دنړيوال بانک په مرسته دخلم _ ايبکو له سمندري حوزې څخه پيليږي .
دخلم دسمندري حوزې رييس باختراژانس ته وويل، په دې پروژه کې دمغل کانال دسربند او دفيروز نخچر ولسوالۍ ديو طرفه کانال جوړول او ددواړو کانالونو په تګلوري ددرې سوه مترو په اوږدوالي داستنادي ډيوال جوړول شامل دي . ؛
ددغې پروژې لګښت چې پنځلس مليونه افغانۍ کيږي دنړيوال بانک له خوا ورکول کيږي چې کار به يې په څوارلسو مياشتو کې بشپړ شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ