امنیت

په هلمند ولايت کې دطالبانو په سنګرونودهېواد دهوايي ځواکونومرګاني بريدونه

کابل باختر د وري څلور ويشتمه پنځه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي پوځ ديولړبريدونو په بهير کې ووژل شول په دغو طالبانو تيره شپه په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وودلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې ډزې وشوې دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دهېواد دهوايي پوځ په دغو بريدونوکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول . ده وويل چې په دغوبريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار او دسنګين په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلوددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شو‌ې دي . دهلمند يو امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې دطالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه . امنيتي مامورانو نن سهار د هلمند ولايت دلښکرګاه ښاراو دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور ماينونه کشف اوشنډ کړل . درارسيدلو خبرونو له مخې دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و . ختم_ عطاالله -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته