خبرونهاقتصاد

په غور کې د لسګونو کيلو مترو سړکونو د ترميمولو کار پيل شو

کابل، د وږي٢٧مه، باختر

په غور کې د کار په بدل کې د خوړو ورکړې پروګرام په اډانه کې پرون په دولینه ولسوالۍ کې د لسګونه کیلو متره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې.

د غور د کرنې رياست مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د کار په بدل کې د خوړو ورکړې پروګرام په اډانه کې  د دولینه ولسوالۍ مواصلاتي لاره بیارغول کېږي.

هغه زیاته کړه، چې په دې پروګرام کې سلګونو تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم یاد پروګرام په نورو ولایتونو کې پلي شوی او په دې سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا