امنیت

يو ځوان په تخارکې د خپلې مور د وژنې په اړوند ونيول شو

کابل/دلړم۲۸مه/باختر
پوليسو نن په تخارکې يو ځوان د خپلې مور د وژنې په شک ونيو.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ځوان له هغه وروسته چې خپله مور د دغه ولايت د ورسج ولسوالۍ په موچکان کلي کې له تېشې سره ووژله او خور يې ټپي کړه؛ تښتېدلى و.
هغه وويل چې شکمن کس د دغه ولايت په مربوطاتوکې ونيول شو او تر اوسه د دغې وژنې علت نه دى معلوم او په دې اړه تحقيقات پيل شوي دي.
ختم- سعيده-اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته