خبرونهامنیت

په غور کې د نشه يي توکو دوه کارخونې له منځه یوړل شوې

کابل، د لړم ۲۵ مه، باختر

د غور امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت دولت یار ولسوالۍ کې د نشه يي توکو دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي.

د غور امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ او د دولت یار ولسوالۍ د استخباراتي منسوبینو له لوري د دې ولسوالۍ په باریکي او شرشر سیمو کې د نشه يي توکو دوه کارخونې له منځه وړل شوې دي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا